IQNA

قرآني سورې/39

په زمر سورې کې دقرآن  علمی معجزه

6:47 - November 09, 2022
د خبر لمبر: 3486432
ایکنا-(تهران) په قرآن کریم کې د  زمر سورې پشمول ډيرې علمي معجزې لیدل کیږی چې په هغه پړاؤ کې ئې بحثونه مطرح شوي چې  په دې زمینې کې هیڅ ډول مطالعه او څيړنې نه دي شوي او اوس له پيړیو پیړیو وروسته،انسان دغو حقیقتونو باندې پوه شوی دی.

د قرآن کریم نهه ویشتمه سوره ؛زمر ؛نومیږی. دغه سوره  په پنځه اویا آیتونو سره د قرآن کریم په درویشتمې اوڅلورویشتمې سپارو  کې واقع ده . زمر سوره چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې نهه پنځوسمه سوره  ده چې پر پیغمبراکرم(ص)نازله شوې ده.

؛زمر؛ دد  ډلو په معنا ده . دغه ټکی ددغې سورې په ۷۱ او ۷۳آیتونو کې راغلی دی چې  جنت ته د جنتیانو د ډلې د واریدیدا او جهنم ته دجهنمیانو د ډلې ورشړل کیدا موضوع ته اشاره کوي. په دغې سورې کې  د جنتیانو او جهنمیانو  حالاتو او ځانګړنو ته  اشاره شوې ده .

 د زمر سورې اصلي محتوا په عبادت کې توحید او اخلاص(خالص شونې)ته  بلنه  بلل شوې ده. دغه سوره،د توحیدد آثارو په بیانولو سره پیلیږي او له پیغمبر(ص)څخه غواړي چې خپل دین خالص کړي او دمشرکانو خدایانو ته  هیڅ پروا مه کوي او هغوي ته ووائي چې په دین کې اخلاص او توحید باندې مامور دی.

زمر سوره  له څو مهمو برخو جوړه شوې ده.هغه څه چې له هرڅه زیات په دغې سورې کې ورته پام  کیږي،خالص توحید ته د بلنې موضوع ده .  همداراز په عبادت کې داخلاص او دخدای بندګۍ پر موضوع هم  ډير ټينګار شوی دی.

په دغې سورې کې  دا ټکی چې  انسان معمولا د اړتیا ،ایمرجنسي او بې وسۍ په موقعو کې خدای ته پناه وړي، خو له راحتۍ او آسانتیاؤ وروسته له غفلت سره مخامخ کیږي،نو رټل کیږی او په همدې اساس  پر خالصې بندګۍ او عبادت ټينګار شوی دی.

یو بل مهم ټکی چې په دغې سورې کې پرې ټينګار شوی دی ،معاد او  د خدای د عدالت لویه محکمه، د قیامت  له ورځې ویره او د جنتیانو او جهنمیانو د  اعمالونو  د نتیجو ښکاره کیدا او دځانګړنو بیانول دي.

د زمر سورې یوه پام وړ موضوع،ددغې سورې په شپږم آیت کې واقع شوې ده.په دغه آیت کې راغلی دي، « خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ:؛ تاسو له یوه واحد نفس څخه وپنځول شوئ او بیا  دواړه مو یوځاي کړئ اود تاسو لپاره مو  اته ډوله  مالونه راوپنځول .تاسو مو د تاسو په مور خیټو کې په یوه بل پسې وپنځولئ او له درو تورتمو مرحلو(یعنی له شیمه،رحم او مشیمه)څخه مو راوپنځولۍ.دا دی د تاسو خداي پروردګار  او فرمانروا( مطلق حکومت) له هغه لره دی ،خداي  له هغه پرته بل نشته،نو پس څرنګه (او له حقه چرته) بیرته ګرځول کیږئ:::

د مفسرانو د نظر په اساس، په دغه آیت کې له درو تورتمونو(یعني له خیټې،رحم او مشیمه څخه مقصد(د هغو مخصوصو اوبو کڅوړه ده چې جنین پکې واقع وي)،البته ځینو مفسرانو د درې ګوڼه تورتمو څخه مقصد  مشیمه (دمخصوصو اوبو کڅوره) وبللې ده.چې جنین پکې واقع  کیږي او هغه  کڅوره درې غټې پرَدې لري چې پر جنین یا جوړیدونکي بچي غوړیدلي دي.دغه سوره د قرآن کریم د یوې علمي معجزې په توګه هم یادول کیږي.

تړلې خبرونه
captcha